د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايې ټولنې کميټې چارواکو د مې په اوولسمه نېټه په بروکسيل کې د امريکا د خاورو د امنيت د وزير مرستيال په مشرۍ له يوې پلاوي سره خبرې اترې وکړې او دواړو خواوو د هوايي امنيت پر همکاريو ټينګار وکړ.
دغو دواړو خواوو په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي، چې دواړو خواوو په خبرو اترو کې هوايي امنيت ته د مهمو او لويو ګواښونو او خطرونو او د دغو خطرونو د ليرې کولو د تدبيرونو په اړه بحث وکړ او د هوايي امنيت د اوسنۍ سويې او د الوتکو لخوا په ترانسپورتي مالونو کې د لويو برېښنايي سامانونو په مقابل کې د امنيتي څارنې په باب د نظريو تبادلې وکړې. دواړه خواوې به په راتلونکې اوونۍ کې په واشنګټن کې د مسافرينو د امنيت په ساتلو بحث وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |