د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د مې په اوولسمه نېټه د روسيې په جنوب لويديځه برخه کې د سوچي په ښار کې د روسيې د عالي رتبه جنرالانو او د پوځي صنعتي تصديو د مسؤلينو په نهمه غونډه کې ګډون وکړ. د غونډې برخوالو له ۲۰۱۸م کال نه تر ۲۰۲۵م کال پورې د دغه هېواد د پوځي تجهيزاتو پر پلان او د پوځ پر نژدې پرمختيايي موخو بحث وکړ.
د مسکو د کريملين ماڼۍ د خبر له مخې، ولسمشر پوټين په دغه غونډه کې وويل، چې دغه پلان به د راتلونکو اتو کلونو لپاره په روسيه کې د ملي دفاع په هکله د پوځي تخنيک د څيړنې مهمه لايحه وي او د نويو ډولونو وسيلو څيړل به يې پياوړې کړي چې له مخې به يې د روسيې جنګي توان لوړ شي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |