د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د سرمنشي مرستيال او د ايډز ناروغۍ د لايحې اجرايوي مديرې ميچيل سيديبي څو ورځې مخکې وويل، چې م م به په چين کې د عامو ډاکترانو د روزنې د تجربو سره سم تر ۲۰۲۰ کاله مخکې د افريقا په اوسيدونکو سميو کې ۲ مليونه تنه طبي کارکوونکي ورزوي.
نوموړې وويل، چې د م م د ايډز ناروغۍ د لايحې اداره پلان لري چې تر ۲۰۲۰ کاله پورې ۲ مليونه تنه افريقايي طبي کارکوونکي وروزي او د دې لپاره يې لس فقيره ييز عملي پلان طرحه کړی دی. هيله لري چې چين په دې برخه کې د خپلو تجربو سره سم له پرمختيايي او بې وزليو هېوادونو سره مرسته وکړي.
نوموړې وويل، چې اوس د افريقا په اوسيدونکو سيمو کې د طبي کارکوونکو پلان د افريقايي هېوادونو ټولنې د ټولو غړيو هېوادونو په چوکاټ کې پلی کېږي. دغه پلان به افريقايي هېوادونو ته زيات کاري فرصتونه برابر کړي او د ځايي اقتصادي او اجتماعي پرمختګ د پياوړتيا لپاره به خدمت وکړي، تر څو ځايي اوسيدونکي ورڅخه ګټه واخلي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |