د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د اورموچي د خوراکونو اووم نړيوال نندارتون د مې په اتلسمه نېټه پرانيستل شو. د ورېښمو لارې په اوږدو کې د څلوېښتو هېوادونو او سيمو ځانګړتيالرونکي خوراکونه پکې ښودل کېږي.
دغه نندراتون د شين رنګ، روغتيا، ګډ پرمختګ او ګډې ګټې تر عنوان لاندې تر سره کېږي او پراخوالی يې اويا زره متره مربع دی چې پکې ۲۵۰۰ فرعي څوکې شته. د ۴۳ هېوادونو او سيمو ۳۵۰ تصدۍ پکې ګډون کوي. د دې ترڅنګ ۶۲۰ چيني تصدۍ هم پکې برخه اخلي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |