CRI Online

د روغتیا نړيوال سازمان له بېلا بېل هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې د روغتیایی مالوماتو په هکله د خپلو حکومتونو سیستمونه بشپړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 17:18:17

د روغتیا نړیوال سازمان د مي په ۱۷مه نېټه په ژنیو کې د ۲۰۱۷ کال د نړۍ د روغتیایی حالت د نوې شمیرنې په خپرولو سره دا وښوده چې اوس په ټوله نړۍ کې د نیمو هغو پيښو په هکله لاملونه ثبت شوي چې مرګژوبله پکې اوښتې ده او د تېرو لسو کلونو په پرتله مرګ پکې ډېر زیات شوی دی.د روغتیا نړیوال سازمان له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د روغتیایی مالوماتو په هکله د خپلو حکومتونو سیستمونه پیاوړي کړي، د ژوند د شمیرنې ارقام دې بشپړ کړي تر څو په لا اغيزمنه توګه له روغتیایی ګواښونو سره مقابله وکړاي شي او د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ په پلان کې ټاکل شوي روغتیایی هدفونه پوره کړاي شي.

له ۲۰۰۵ کال راهيسي د روغتیا نړیوال سازمان هر کال د نړۍ د روغتیایی حالت د شمیرنې راپور خپروي چې د سږ کال په راپور کې د دغه سازمان د ۱۹۴ غړیو هېوادونو او د بېلا بېلو سیمو تازه شمیرنې راغونډې شوې دي. د سږ کال په دې راپور کې د پاملرنې وړ ټکی په بېلا بېلو هېوادونو کې په مرګونو پیښو کې د مړه کېدو لاملونه ثبت دی چې دغه ارقام به له روغتیایی ګواښونو سره د مقابله کولو لپاره مهم اخځلیک برابر کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د مرګونو پيښو څيړونکي او د روغتیا د څيړنې فني مامور ډاکتر ګريتچين ستيوينس دا مالومات ورکړل چې ۲۰۱۵ کال په ټوله نړۍ کې عمومآ ۵۶ ملیونه تنه مړه شوي چې له دې جملې څخه د ۲۷۰۰ تنو د مړه کيدو لاملونه ثبت شوي دي. هغه وویل(اواز) ډېر پرمختګونه مو تر لاسه کړی دی. زموږ د ارزونې له امله ۲۰۰۵ کال په ټوله نړۍ کې یوازي یو په دریمه برخه د مړه کېدو لاملونه ثبت شوي. اوس د چين او ايران په شمول د ځینو هېوادونو تر کوښښونو لاندې ډېر پرمختګ شوی دی. په راپور کې په ځینو هېوادونو کې د ارقامو د راغونډېدو لاسته راوړنې یادې شوې دي.

په یاد راپور کې د مړه کيدو لاملونه په مختلفو ډولونو ویشل شوی. لومړۍ دا میدوارو او ولادي ښځو، د نوزيږي ماشومانو مړه کېدل. ۲۰۱۵ کال هره ورځ په ټوله نړي کې شاو خوا ۸۳۰ ښځې د حامله توب او حامله ګۍ په ترڅ کې مړي شوي او په هرو زرو نویو زیږیدل شویو ماشومانو کې نولس تنه مړ شوي چې د ۲۰۰۰ کال په پرتله ۳۷سلنه برخه يې کمه شوې ده. دویم د ایډز، نوبرکلوز،پخه تبه، حاره ناروغۍ په شمول ساری ناروغۍ دې چې ۲۰۱۵ کال شاو خوا ۲ملیونه او یو لکه تنه د ایډز ناروغي په ویروس نوی اخته شوی او د ۲۰۰۰ کال په پرتله ۲۵سلنه برخه کمه شوې ده، برسیره پر دې د بې ځایه د درملو د کارولو او د ډېر الکل د څښلو له امله هم زیات شمیر کسان مړه شوي دي. د راپور له مخې ۲۰۱۳ کال په ټوله نړۍ کې شاو خوا یو ملیون دوه لکه او ۵۰ زره تنه د تراقيکي پيښو له امله مړه شوي چې د ۲۰۰۰ کال په نسبت ۱۳سلنه برخه يې زیاته شوې ده. د ارام سمندر سیمې او افریقا کې خطرناک کیمیاوې توکې، هوا، اوبه او د خاورو ککړتیا د خلکو روغتیا ته ګواښونه رسولی. په ۲۰۱۵ کال کې شاو خوا اته لکو تنو ځان وژنه کړې ده.

په راپور کې دې ته اشاره شوي چې غیر ساري ناروغئ د انسانانو د روغتیا لپاره لومړی لوی ګواښ دی. ډکتر ګريتچين ستيوينس وویل (اواز)

په دې برخه کې د غیر ساري ناروغيو د مرګ انډول ۷۰سلنه برخه نیسی. زموږ د ارزونې له مخې له ۲۰۰۰ کال راهیسي د زړونو د ناروغۍ، سرطان او د قند ناروغۍ له امله د له ۷۰ کلنې نه کم عمر لرونکو کسانو د مړکیدو انډول ۱۷سلنه برخه کمه شوې ده. خو سره له دې چې دغه انډول کم شوی، خو د مړو شمېر زیات دی، څرنګه چې اوس د انسانانو عمر اوږد شوی دی.

د م م د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکی پرمختګ په هدفونو کې یو مهم هدف د روغتیایی ژوند تامینول او د ټولو انسانانو د نیکمرغۍ پرمخبیول دی. د روغتیا د نړیوال سازمان د عمومی مدیر دفتر د ستراتیژو منشی کریستوفیر دی وویل(اواز)

دا مالومه ده چې ۲۰۱۵ کال په ټوله نړي کې عمومآ ۵۶ ملیونه تنه مړه شول، خو یوازی د نیمې برخې د مړو کېدو لاملونه يې ثبت شوي دي. موږ غواړو چې روغتیایی حالت بدل کړو او باید په دې وپوهیږو چې دغه کسان څنګه مړه شول. دغه مالومات به موږ ته وړاندوینې راکړی چې په ښه توګه کارونه تر سره کړو او ټاکل شوي هدفونو ته ورسیږو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای