CRI Online

چین د نړۍ یو په څلورمه برخه چای تولیدوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 20:51:52
چین د نړۍ یو په څلورمه برخه چای تولیدوي

د سین هوا اژانس دخبر له مخې په ۲۰۱۶ کال کې په چین کې د چاي باغونو عمومي پراخوالی دوه ملیونه ۸ لکه او ۷۰ زره هکتارو ته او د چای تولیدي اندازه یی ۲ ملیونه ۴ لکه ټنو ته رسیدلې ده. په چین کې هر کال دوه ملیونه ټنه چای مصرفیږي او تولیدي پیمانه یی د نړۍ لومړی مقام هم نیسي.

د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه د چین د کرنیزو چارو وزیر هان چانګ بین د چین د چای د لومړی نړیوال نندارتون د پیل په مراسمو کې دغه خبرې وکړې.

چین د چای اصلي ځای او د چای کلتور سرچینه هم ده. وزیر هان هم ویلي دي چې ۵۰۰۰ کاله دمخه چینایانو د چای څخه استقاده پیل کړې وه. د وریښمو لارې د یوې تاریخي نښې په توګه چای د چین او نړۍ د همکارۍ یو پل هم بلل کیږي.

ـــزلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای