CRI Online

ترامپ وایي هغه غواړي له شمالي کوریا سره د سولې لپاره تماس ونیسي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-18 20:52:48
ترامپ وایي هغه غواړي له شمالي کوریا سره د سولې لپاره تماس ونیسي

د جنوبي کوریا خبري رسنیو د روانې میاشتې په ۱۸ نیټه خبر ورکړ چې په ۱۷ مه نیټه د امریکا ولسمشر دانالد ترامپ په واشنګتن کې د جنوبي کوریا د ولسمشر له ځانګړي استازي هونګ سیوک هیون سره د ملاقات په ترڅ کې ویلي چې امریکا غواړي د شرایطو د پوره کیدو په حال کې د سولې لپاره له شمالي کوریا سره تماس ونیسي.

د جنوبي کوریا د نوي ولسمشر ځانګړي استازي او د مرکزي ورځپاڼې پخواني رئیس هونګ سیوک هیون په ۱۷ نیټه له ترامپ سره د ۱۵ دقیقو ملاقات وکړ.

ـــزلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای