CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستياله به له فليپين او چين څخه ليدنه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 10:07:06

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د می په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو د وزير مرستياله سوسان تورنتون به د روانې مياشتې له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې له فليپين څخه ليدنه وکړي او د ختيځې اسيا په سرمشريزه غونډه کې به ګډون وکړي او له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې به له چين څخه ليدنه وکړي او د چين له چارواکو سره د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه بحث وکړي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د ختيځې اسيا او د ارام سمندر د چارو په اړه د امريکا استازې سوسان تورنتون به د می له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې د فليپين په مانيلا کې د ختيځې اسيا د سرمشريزې غونډې د لوړپوړيو چارواکو په غونډه کې ګډون وکړي او له ۲۵مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې به بېجينګ ته سفر وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای