CRI Online

د جنوبي سمندر د عملونو د اصولو په اړه چوکاټ تصويب شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 10:18:52

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د می له ۱۷مې نېټې څخه تر ۱۸مې نېټې پورې د چين د ګوی جو ولايت په کوی يانګ ښار کې چين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو د عملونو اعلاميې د پلي کېدو په اړه ۱۴مه جګپورې غونډه او د ګډ کاري ټيم ۲۱مه غونډه تر سره کړه چې په کې د جنوبي سمندر د عملونو د اصولو په اړه چوکاټ تصويب شو.د بېلا بېلو خواوو په قول دغه چوکاټ د يادو اصولو په اړه د سلامشورو مهمه پړاويزه نتيجه ده چې د اصولو په اړه د راتلونکې سلامشورې لپاره يې ټينګ بنسټ برابر کړی دی.

د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د ۱۰ غړو هېوادونو د بهرنيو چارو لوړپوړيو چارواکو په يادو غونډو کې ګډون درلود.بېلا بېلو خواوو په موثره توګه د يادې اعلاميې د پلي کېدو،په سمندر کې د واقعي همکارۍ د پياوړتيا او د جنوبي سمندر د عملونو د اصولو په اړه د سلامشورې په هکله بحث وکړ چې ستر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای