CRI Online

د نيويارک ټايمز په ډګر کې يو موټر پر خلکو وروخاته

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 10:22:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۸مه نېټه د امريکا د نيويارک ټايمز په ډګر کې يو موټر پر خلکو ور وخاته چې له امله يې يو تن مړ شو او ۲۲ تنه نور ټپيان شول. د نيويارک ښاروال وويل، که څه هم د ابتدايي مالوماتو له مخې، دغه پېښه ترهګريز بريد نه بلل شوی، خو پوليسو د دې ښار په مهمو سيمو کې دفاعي ترتيبات ترسره کړي دي.

د نيويارک د پوليس ادارې مشر جمس اونيل په يوه خبري ناسته کې وويل، د همدې ورځې په ۱۱ بجو ۵۵ دقيقو، يو سړي  په ۲۳ تنو مړټر ور وخيژاوه او له امله يې يوه ښځه مړه شوه او ۲۲ تنه نور ټپيان شول. اوس د دې پښې په اړه پلټنه روانه ده. (هيله)

د موټر چلوونکی نيول شوی

ټپيان

اړونده پلټنه روانه ده

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای