CRI Online

پوټين او مکرون ټلېفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 10:28:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې ولسمشر ولاديمير پوټين د می په ۱۸مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره د لومړي ځل ټلېفوني خبرې وکړې.دواړو خواوو هيله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې ټينګې کړي.

د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ خبر ورکړ چې پوټين مکرون ته د فرانسې د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي وويله.دواړو خواوو موافقه وکړه چې د يو لړ بيړنيو نړيوالو مسئلو په اړه به همکاري وکړي او په سياسي،اقتصادي او کولتوري برخو کې به دوديزې دوستانه اړيکې ټينګې کړي او د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه پياوړې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای