CRI Online

د چين سفير ياو جينګ له اشرف غني سره د دره صوف- يکاولنګ سړک د جوړونې د دويم پړاو د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 11:53:31

د مې په ۱۸مه نېټه په افغانستان کې د چين سفير ياو جينګ له افغان ولسمشر اشرف غني سره د دره صوف- يکاولنګ سړک د جوړونې د دويم پړاو د پرانيستنې په مراسمو کې ګډون وکړ. د چين د سړک او پل شرکت دغه پروژه پر غاړه لري.

غني وويل، دغه پروژه د چين او افغانستان په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو مهمه څرګندونه ده چې د افغانستان د بنسټيزو تاسيساتو د ښه والي او د افغانستان د کور او بهر تر منځ د تبادلې د هڅونې لپاره ستر ارزښت لري. دغه راز به د افغانستان او چين ترمنځ همکاري لا نوره پياوړې شي. هغه باور څرګند کړ چې د چين شرکت به په ښه او موثره توګه دغه پروژه بشپړه کړي. (هيله)

غنی د وينا په حال کې

له زر نه زیاتو کسانو په مرامسو کې ګډون کړی و

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای