CRI Online

له سمندر څخه د سوځونکو ګنګلونو د استخراج په اړه د چين لومړۍ ازموينه بريالۍ وه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 11:59:02

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې په ۱۸مه نېټه چين د جنوبي سمندر په خپل قلمرو کې د سوځونکو ګنګلونو د استخراج په ازموينه کې د مسلسلو ۱۸۷ ساعتونو لپاره طبيعي ګاز په ثابت توګه استخراج کړ. چين په لومړي ځل په برياليتوب سره له سمندر څخه د سوځونکو ګنګلونو د استخراج ازموينه وکړه چې ښايي د انرژۍ پر توليد او د مصرف پر انقلاب ژوره اغېزه وکړي.

سوځونکي ګنګلونه په لوړ فشار او ټيټه تودخه کې د اوبو او طبيعي ګازو لخوا يو ډول جوړه شوې انرژي ده. د يو مکعب متر په جسامت له سوځونکی ګنګل څخه د صفر اعشاريه اته مکعب متره اوبه او ۱۶۴ مکعب متره په اندازه طبيعي ګاز توليدېدای شي. نو يو لوړ کيفيت لرونکي او چاپېريال ساتونکې انرژي ګڼل کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای