CRI Online

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د امنيت او دفاع په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا په هکله خبرې اترې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 12:03:14

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، اروپايي ټولنې د مې په ۱۸مه نيټه د غړو هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه ترسره کړه. د اروپايي ټولنې د بهرنيو او امنيتي تګلارو جګپوړي استازې فيدريکا موغيرني تر غونډې وروسته خبريالانو ته وويل، ګډون کوونکو د امنيت او دفاع په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا موافقه کړې ده.

موغيرني وويل، د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو پرېکړه کړې چې په دفاعي چارو کې خپلمنځي همکاري لا ژوره کړي. له دې نه پرته، ګډون کوونکو د نظامي چارو د دايمي همکاريز نظام د جوړېدو او د اروپا د دفاعي عملياتو پلان د عملي کېدو په شمول د ځينو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای