CRI Online

ايران کې د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره رای اچونه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 14:12:55

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،پر ځايي وخت د می د ۱۹مې نېټې سهار په ۸ بجو په ايران کې د دغه هېواد د ۱۲مې دورې د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره رای اچونه پيل شوه.د دغه هېواد لوړ پوړي مذهبي مشر ايت الله سيد علي خامنه يي د رايګيرۍ د ۱۱۰ نمبر په مرکز کې خپله رايه وکاروله.هغه له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره رايې ورکړي تر څو د خپل هېواد واکمن انتخاب کړي،دا د هېواد له برخليک سره تړاو لري.

دغه ځل ۵۶ مليونه تنه د رايو د ورکولو حق لري چې په کې يو مليون ۳۵۰ زره تنه د لومړي ځل لپاره د رايګيرۍ حق لري.په دغه هېواد کې د رايې ورکونې ۶۳زره مرکزونه جوړ شوي او ۱۶۰ زره پوليس د رايې ورکولو نظام ساتي.بر سېره پر دې ايران په نورو ۱۰۲ هېوادونو کې هم د رايې ورکونې ۱۳۲ مرکزونه جوړ کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای