CRI Online

د اقليمي بدلون په اړه د م م خبرو اترو برياليتوب تر لاسه کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 14:25:33

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په ۲۰۱۷ کال کې د اقليمي بدلون په اړه د م م د لومړي پړاو خبرې اترې د می په ۱۸مه نېټه د جرمني په بوين ښار کې پای ته ورسېدې.د چين د پلاوي مشر او د هېواد د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې د اقليمي مديريت مشر لو شين مينګ په همدې ورځ خبريالانو ته وويل چې خبرې اترې ټاکلې نتيجې تر لاسه کړي ،په واقعيت کې رښتيني برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي.

ښاغلي لو وويل چې د ۲۰۱۶ کال په نومبر کې د پاريس موافقه ليک په رسمي توګه نافذ شو چې له مخې يې تر ۲۰۲۰ کال وروسته په نړۍ کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د پلانونوجوړول دي.هغه زياته کړه چې که څه هم لومړۍ ګډې نظريې تر لاسه شوې،خو د خبرو اترو په ترڅ کې توپيرونه لاهم شته.د چين پلاوي په خبرو اترو کې د مهمو مسئلو په اړه اړوندې لايحې وړاندې کړې او په فعاله توګه يې خپل نظرونه بيان کړل او د پرمختيايي هېواد په توګه يې خپله پاملرنه څرګنده کړه.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای