د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د می په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د جنوبي کوريا د ولسمشر مون جاين له ځانګړي استازي لي های چان سره وکتل.
رئيس شي وويل چې چين او جنوبي کوريا ګاونډي هېوادونه دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کاليزې راهيسې دوه اړخيزو اړيکو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي چې د دواړو هېوادونو او د دواړو هېوادونو خلکو ته يې سترې ګټې رسولې دي او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره يې ستر خدمتونه کړي دي.اوس د چين او جنوبي کوريا ترمنځ اړيکې په کليدي مرحلې کې دي.چين له جنوبي کوريا سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له جنوبي کوريا سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د عادي کېدو لپاره کوښښ وکړي.
لي های چان رئيس شي ته د ولسمشر مون جاين پيغام ولېږه.هغه وويل چې جنوبي کوريا غواړي له چين سره همغږۍ پياوړی کړي او په ښه توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ مسئلې حل کړي.دواړه هېوادونه د کوريا د ټاپووزمې د ذروي مسئلې په اړه ورته دريځونه لري.جنوبي کوريا غواړي له چين سره د کوريا ټاپووزمۍ د ذروي وسلو د پاکولو،د ختيځې اسيا د سولې ،ثبات او امنيت د ساتلو لپاره ګډ کوښښ وکړي.
د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چه هم په دې کتنه کې ګډون درلود.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |