CRI Online

په امريکا کې د شمالي امريکا د ازاد سوداګريز تړون د خبرو اترو د بيا پيل لپاره د سلامشورو بهير پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 14:53:58

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د می په ۱۸مه نېټه په امريکا کې د شمالي امريکا د ازاد سوداګريز تړون په اړه د خبرو اترو د بيا پيل لپاره د سلامشورو بهير پيل شو.

د امريکا د سوداګرۍ استازي ربرټ ليتهيزر په همدې ورځ د امريکا پارلماني مشر ته د پيغام په لېږلو سره وويل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي له کاناډا او مکسيکو سره د شمالي امريکا د ازاد سوداګريز تړون د عصري کېدو په اړه خبرې اترې وکړي.هغه وويل چې ياد تړون له ۲۰ کلونو مخکې لاسليک شوی ،له ۲۰ کلونو راهيسې د امريکا اقتصاد او سوداګرۍ ستر بدلونونه رامنځته کړي او له دغه تړون څخه اوسني معيارونه نه ښکارېږي.هغه په روانې اوونۍ کې د پارلمان له غړو سره د دې تړون په اړه د خبرو اترو د بيا پيل په اړه خبرې اترې وکړې.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای