CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير هغه خبر رد کړ چې ټرمپ روسيې ته پټ اسرار ورکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 15:04:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف چې اوس له قبرس څخه پر ليدنې بوخت دی،د می په ۱۸مه نېټه هغه خبر رد کړ چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روسيې ته پټ اسرار ورکړي.

لاوروف په همدې ورځ د قبرس په پلازمينه نيکوزيا کې د دغه هېواد د بهرنيو چارو له وزير ايوانيس کاسوليديس سره خبرې اترې وکړې.تر خبرو اترو ورسته هغه په يوه ګډه مطبوعاتي غونډه کې ياده خبره وکړه.دا لومړي ځل دی چې لاوروف د دې پېښې په اړه ځواب ورکوي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای