CRI Online

د جنوبي سمندر د عملي قواعدو چوکاټ تصويب شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-19 17:18:31


د مې په ۱۸مه نېټه، د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې د پلې کولو په اړه د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې د غړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو غونډه د چين په ګوي يانګ ښار کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د جنوبي سمندر د عملي قواعدو چوکاټ له بحث وروسته تصويب شو.

د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو عملي اعلاميه د جنوبي سمندر مسئلې په اړه د چين او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې لومړی سياسي سند دی. په دغه اعلاميه کې دا يې تاييد شوي چې چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنه د ښه ګاونډيتوب او دوستانه اړيکو د ټينګولو او په ګډه سره د جنوبي سمندر سيمې د سولې او ثبات د ساتلو په هڅه کې دي، بېلا بېلې خواوې به د سلامشورو له لارې د جنوبي سمندر د عملي قواعدو د جوړېدو په لور کوښښونه وکړي. د نوموړې اعلاميې د پلې کولو په غرض، چين د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو له ټولنې سره يو لړ ګامونه پورته کړي او کوي يې، د لوړ پوړو چارواکو ترمنځ غونډه د يادې موخې لپاره جوړ شوی ډګر دی.

له دې غونډې وروسته، د چين د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ليو جن مين وويل، چې په دې غونډه کې برخوالو خواوو د تکنالوژۍ د دريو همکاريزو کميټو د جوړونې په اړه سند تصويب کړ او له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې کاري پلان يې بشپړ کړ. خو تر ټولو مهم ټکی دا دی چې بېلا بېلو خواوو د جنوبي سمندر د عملي قواعدو چوکاټي لايحه بشپړه کړې.

(( بشپړه شوې چوکاټي لايحه د مرحلې تر لاسه شوی برياليتوب دی، او په وروسته مرحله کې يې د جنوبي سمندر د عملي قواعدو په اړوند د سلامشورو لپاره بنسټ ايښی دی. دغه چوکاټي لايحه په تېرو کلونو کې د اړوندو خواوو د تر لاسه شويو ګډو نظريو نتيجه ده او په جنوبي سمندر کې مثبت تمايل او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو په اړه د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې ښه هيله ترې ښکاري. چين به د جنوب ختيځې اسيا له لسو هېوادونو سره د قواعدو په اړه سلامشورې پياوړې کړي. ))

په دې غونډه کې ګډون کوونکو د جنوبي سمندر د بېلا بېلو خواوو د عملي اعلاميې په هکله د نظريو تبادله هم وکړه.

ليو جن مين له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سوله ييزو سلامشورو له لارې متقابل سياسي اعتماد او همکاري لا پياوړې کړي او په ګډه د جنوبي سمندر سوله او ثبات وساتي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې غړي بايد پخپله اړوند توپيرونه ليري کړي او ګډې ګټې دې وساتي.

(( د اقتصاد د نړيوال کېدو په حال کې، چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو ټولنې غړي هېوادونه بايد د خپلو سيمه ييزو اصولو د جوړولو له لارې د اړوندو هېوادونو د عملونو لارښوونه وکړي او ګډې ګټې وساتي. دا زموږ يوازنۍ لار ده چې اصول جوړ کړو، ميکانيزم جوړ کړو او د جنوبي سمندر ثبات وساتو. په جنوبي سمندر کې جګړه او ګډوډۍ نه غواړو، هيله لرو چې جنوبي سمندر د سولې،دوستۍ او همکارۍ سمندر په توګه وبلل شي. ))

د دې په هکله چې چين به له فيليپين سره د جنوبي سمندر مسئلې په باب د دوه اړخيزو سلامشورو د ميکانيزم لومړۍ غونډه تر سره کړي، ليو جن مين وويل

(( د سلامشورو ساحه به پراخه وي او د چين او فيليپين د ګډې علاقې وړ ټولې سمندري مسئلې به پکې شاملې وي. د سلامشورو په بهير کې به بحث وشي چې دواړه خواوې څرنګه کولای شي چې سمندري همکاري پياوړې کړي. د نفتو او ګازو د سرچينو په باره کې د چين پخوانی دريځ څرګند دی چې د سمندري مسئلو په اړه د نظريو له يووالي مخکې، دواړه خواوې په ګډه استخراج کولای شي. د انرژۍ د همکارۍ پياوړتيا د چين او فيليپين دواړو لپاره ګټوره ده. د فيليپين ولسمشر دوترټي څو ورځې مخکې د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم په موده کې د چين او فيليپين ترمنځ د تړونونو د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و چې دا د انرژۍ د همکاريزونو تړونونو يوه برخه وه. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای