د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا پوځ د مې په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې داعش په دغه هېواد کې له سختو زيانونو سره مخامخ شوی دی او په افغانستان کې د داعش لخوا له نيول شويو سيمو څخه دوه په درېيمه برخه د حکومتي پوځ لاسته راغلې ده.
په تېرو څو مياشتو کې امريکايي پوځ او د افغان امنيتي ځواکونو په بريالۍ توګه په افغانستان کې د داعش مشر حافظ سعيد او د ده ځايناستی شيخ عبدالحسيب وژلي دي. د ۲۰۱۷م کال د مارچ راهيسې، د داعش لږ تر لږه ۷۵۰ غړي وژل شوي دي او د دغې ډلې ځيني اډې او قوماندانۍ هم ويجاړې شوې دي.
د امريکا پوځ پر دې ټينګار وکړ چې د داعش د له منځه وړلو او پاکولو عمليات به په افغانستان کې د دغې ډلې د پوره له منځه وړلو تر وخت پورې دوام ولري. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |