د سين هوااژانس د خبر له مخې: د سوريې خبري رسنيو د مې په ۲۰ مه نېټه خبر ورکړ داعش په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سوريی په ختيځ کې ۱۵ عام خلک ووژل.
د خبر له مخې داعش د دېر يز زور ولايت په دېر يزور ښار کې د سوريی پوځ تر کنټرول لاندې پر سيمې بريد وکړ چې له امله يي د ښځو او ماشومانو په شمول ۱۵ تنه وژل او ۶۳ تنه نور ټپيان کړي دي.
د دغه بريد په همدې وخت کې د سوريی پوځ د دېر يزور په ښار کې د داعش پر هدفونو هوايي بريد وکړ چې زيات شمير ترهګر پکې وژل شوي دي.
د دېر زور ولايت له عراق سره سرحد لري او په سوريه کې د نفتو د توليد عمده ځای دی چې داعش اوس د دغه ولايت عمده سيمې کنټرولوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |