CRI Online

د افغانستان پر يو بانک بريد کې ۳۹ تنه وژل او ټپيان شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-21 18:10:29

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان يو مامور د می په ۲۰مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د دغه هېواد په ختيځ د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې پر يو بانک په همدې ورځ د طالبانو لخوا بريد شوی چې له امله يی لږ تر لږه ۸تنه وژل او ۳۱تنه ټپيان شوي دي.

د پکتيا ولايت د عامې روغتيا رياست مسول شير محمد وويل چې د ابتدايی پلټنې له مخې پنځه تنو په دغه بريد کې برخه درلوده چې يو تن پر ځان پورې تړلی بم فجار کړل او ځای پر ځای مړ شو او نور بريدګر له امنيتی کارکوونکو سره د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د افغانستان ولسمشر په همدې ورځ د ټويتر له لارې د دغه بريد غندنه وکړه او ويی ويل چې دغه بريد بې ننګي ده.

دا دويم ځل و چې په تېره اونۍ کې د افغانستان په ختيځ کې د بريد پيښه رامنځته کيږي. د مې په ۱۷مه نېټه د ننګرهار په مرکز جلالاباد کې د دغه ولايت د راډيو او ټلويزيون پر دفتر د داعش لخوا بريد شوی و چې د بريدګرو په شمول لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل او ۲۴ تنه نور ټپيان شوي وو.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای