د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان په جنوب د زابل ولايت والي بسم الله افغانمل د مې په ۲۱مه نېټه وويل چې د دغه ولايت د شاه جوی او داي چوپان سيمو کې د تلاشۍ پر څو پوستو بريدونه شوي دي چې له امله يي لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.
نوموړي وويل د طالبانو سلګونو وسله والو په همدې ورځ سهار وختي د شاه جوی او دای چوپان ولسواليو په سيمو بريدونه تر سره کړل چې شل پوليس وژل شوي دي. اوس د دواړو خواوو تر منځ جګړه روانه ده.
په همدې ورځ سهار طالبانو د زابل ولايت پر مرکز قلات ۴۰ توغندي توغولي، خو امله يې هيڅ مرګژوبله نه ده اوښتې.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |