CRI Online

ترمپ د خليج هېوادونو له مشرانو سره پر سيمه ييزو حالاتو سلامشوره وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-22 09:02:21

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر دولد ترمپ چې اوس له سعودي عربستان څخه په سفر بوخت دی، د مې په ۲۲مه نيټه د خليج عربي هېوادونو د همکارۍ کمېسيون د غړيو هېوادونو له مشرانو سره کتنه وکړه او ور سره يې د خليج سيمې د امنيتي حالاتو او دوه اړخيزو اړيکو په اړه سلامشوره وکړه.

د سعودي عربستان د خبري اژانس د خبر له مخې، ولسمشر ترمپ په همدې ورځ د ياد کميسيون د غړيو هېوادونو له مشرانو سره د بندو دروازو تر شا يوه غونډه جوړه کړه چې پکې په دغه سيمه کې پر امنيتي ننګونو ، د خليج پر دفاع سيستم او د امريکا او ياد کمېسيون ترمنځ د سوداګريزو اړيکو په اړه بحث وشو.

د خبر له مخې، په دغه غونډه کې د ترمپ او د سعودي عربستان پر پاچا سربېره د کويت امير، د قطر امير، د بحرين پاچا او د عربي متحده اماراتو وليعهد او د عمان د صدر اعظم مرستيال هم ګډون کړی و.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای