د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د مې په يوويشتمه نېټه يو ځل بيا د ترکيې د واکمن ګوند يعنې د عدالت او پرمختګ ګوند د رئيس په توګه وټاکل شو.
د ترکيې د اناتوليه اژانس په يوويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د عدالت او پرمختګ ګوند په همدې ورځ په انقره کې د ځانګړو غړو ستره غونډه تر سره کړه، اردوګان د ګوندي رئيس د يوازنۍ نوماند په توګه له يو زر څلورو سوو او اوياوو غړو څخه د يو زر څلور سوو او څوارلسو غړو ملاتړ تر لاسه کړ او يو ځل بيا د واکمن ګوند رئيس په توګه وټاکل شو.
اردوغان په دوه زره لومړي کال کې د عدالت او پرمختګ ګوند جوړ کړ او د ګوند رئيس په توګه يې کار کاوه. د دوه زره او څوارلسم کال په اګست کې، اردوغان د ترکي ولسمشر په توګه وټاکل شو او د وخت اساسي قانون سره سم يې له دې ګوند څخه ځان ګوښه کړ او د سږ کال له اپرېل وروسته يې د ترکيې د اساسي قانون له تعديل وروسته په دې ګوند کې بيا ګډون وکړ. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |