CRI Online

د پاکستان د ګوادر بندر سمندري حاصلات د شينجيانګ کارامايي ته ننوتلي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-22 09:50:34

د چين د مرکزي ټلويزيون د خبر له مخې، دغه الوتکه چې پکې د پاکستان د ګوادر بندر سمندري حاصلات بار دي، د مې د نولسمې نېټې په سهار وختي د اروموچي د ديوه پو په نړيوال هوايي ډګر کې کښته شوه. د سهار په لس نيمو بجو، دغه سمندري حاصلات د ګاډو له لارې کارامايي ته ولېږدول شول.

د مالوماتو له مخې، د چين کارامايي ښار او د پاکستان د ګوادر بندر سره دوست ښارونه دي. د سږ کال په مارچ مياشت کې، د شينجيانګ د يوو في شرکت په ګوادر کې د پنځه سوه او لس مليونو يوانو په لګولو سره د سمندري حاصلاتو د څيړنې مرکز جوړ کړی دی. ګوادر بندر د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د پيل ټکی دی. د چين شرکتونه په پاکستان کې ډېر د هرکلي وړ دي. د دې شرکت سمندري حاصلات به په عمده ډول د چين شانګهای، ګوانګجو، بېجينګ، اروموچي او کارامايي کې وپلورل شي. (شکريه)

د کرامایي په بازار کې له ګودر څخه ليږدول شوي سمندري حاصلات پلورل کيږي

جاذب

له ګوادر څخه ليږدول شوي کبان

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای