CRI Online

د فنلنډ خارجه وزارت وايې چې يوه فنلنډي ښځه ښايې په افغانستان کې تښتول شوې وي.

cri     (GMT+08:00) 2017-05-22 11:04:29

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فنلنډ خارجه وزارت د مې په ۲۱مه نېټه تائيد کړه چې يوه فنلندي ښځه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې ورکه شوې ده او ښايي تښتول شوې وي.

د فنلنډ د رسنيو د خبر له مخې، د سويدن د مرستندويه او پرمختيايي سازمان مشر تائيد کړې چې دغه فنلنډي ښځه د دغه سازمان کارکونکې ده.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې د مې په ۲۰ مه نېټه يوه المانۍ او د دې افغان ساتونکی په کابل کې وژل شوي او فنلنډي ښځه چې ور سره وه، تښتول شوې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای