د سينهوا اژانس د خبر له مخې، پاکستاني رسنيو په ۲۱ مه نېټه وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وسله والو دوه ځلې په پاکستاني پوليسو بريدونه کړي دي چې لږ تر لږه ۶ تنه وژل شوي او يو تن سخت ټپي شوی دی.
پاکستاني رسنيو د سند د پوليسو د خبر په حواله وويل چې څو تنو وسله والو په ۲۱ نېټه د سند په مرکز کراچي کې د پوليسو يو موټر وويشت او وتښتېدل. په دغه پېښه کې ۳ پوليس ټپيان شوي چې پکې روغتون ته تر رسېدو وروسته ۲ تنه مړ شوي او يو تن سخت ټپي شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |