د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا د کورنۍ پلانونو کميټې مشر لي بين د مې په يوويشتمه نېټه په ژنيو کې وويل، سږ کال به چين د طبي خدمتونو د نړيوالې همکارۍ په ساحه کې ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړي.
هغه په مطبوعاتي غونډه کې وويل، د سږ کال په جنوري مياشت کې، د چين حکومت او د روغتيا نړيوال سازمان د يو کمربند او يوې لارې د روغتيا په ساحه کې د همکارۍ يادداشت لاسليک کړی دی. په اپرېل مياشت کې، د چين او افريقايي هېوادونو تر منځ د طبي همکارۍ په هکله د وزيرانو په کچه غونډه په جنوبي افريقا کې تر سره شوه. چين او مالاوي په ګډون افريقايي هېوادونو سره د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي. په مې مياشت کې، د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريزه غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې د يو کمربند او يوې لارې د طبي چارو په ساحه کې د چين د ولسي جمهوريت او د روغتيا نړيوال سازمان تر منځ د همکارۍ عملي پلان لاسليک شو.
په راتلونکې جولای مياشت کې، د BRICS هېوادونو د روغتيا وزيرانو غونډه به د چين د تيان جين په ښار کې تر سره شي، په اګست کې، د ورېښمو د روغتيايي لارې تر عنوان لاندې لوړ پوړی فورم به په بېجينګ کې تر سره شي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |