CRI Online

ټرمپ : امريکا غواړي له ترهګرو سره په مبارزه کې د منځني ختيځ له هېوادونو سره مرسته وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-22 15:14:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په يوويشتمه نېټه په سعودي عربستان کې وويل، امريکا غواړي له ترهګرو سره په مبارزه کې د منځني ختيځ له هېوادونو سره مرسته وکړي، خو هيله من يو چې دغه هېوادونه يوازې پر امريکا تکيه و نه کړي او له ترهګرو سره د مبارزې لپاره سره يو ځای شي.

ټرمپ په همدې ورځ د سعودي عربستان په پلازمينه رياض کې د پنځوسو عربي او اسلامي هېوادونو له مشرانو سره سرمشريزه غونډه تر سره کړه او پکې يې وويل چې ترهګري په ټوله نړۍ کې د خپرېدو په حال کې ده او په منځني ختيځ کې حالات تر نورو ځايونو سخت دي. زه غواوم چې د منځني ختيځ هېوادونه د ترهګرو او افراطي وسله والو پر ضد اغېزمن عمليات تر سره او د يوې ارامي ايندې د جوړولو لپاره کوښښ وکړي.

ټرمپ په شلمه نېټه سعودي عربستان ته ورسېد او دا واک ته تر رسېدو وروسته بهر ته د ده لومړۍ ليدنه ده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای