CRI Online

چين او عرب ليک به د بې دو په نوم د سپوږمکي سيستم په هکله د همکارۍ فورم تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-22 15:25:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، چين او عرب ليګ به د مې په څليرويشتمه نېټه په شانګهای کې د بې دو په نامه د سپوږمکيو سيستم په هکله د همکارۍ لومړی فورم تر سره کړي. د دې فورم په وخت کې، ډول ډول غونډې، نندراتونونه، روزنې او ديالوګ به په عربي هېوادونو کې د بې دو سپوږمکۍ په هکله پروژو د پلي کېدو لپاره تر سره شي.

د بې دو په نامه د سپوږمکيو د لارې لارښوونې سيستم عمومي ډيزان کوونکي يانګ چانګ فنګ وويل، د عرب ليګ غړي هېوادونه د عامو امنيت، ترافيک، د انرژۍ امنيت، د نقشې جوړونې او د کرنې او ښار د عملي پرمختګ په ساحو کې د سپوږنکيو لارښوونې ته اړتيا لري. د بې دو په نامه د سپوږمکيو سيستم په دې ساحو کې د دوی اړتياوې پوره کولی شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای