د چين د خبري اژانس د خبر له مخې، د فليپين پوځ د مې په ۲۲مه نيټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د جنوب ختيځې اسيا ټولنې يعنی د اسيان د بېلا بېلو غړيو هېوادونو پوځونه به خپلمنځې همکاري پياوړې کړي څو چې د سيمه ييزې سولې او امنيت لپاره پېښېدونکو ګواښونو او ترهګرو سره مبارزه وکړي.
د فليپين پوځ د عامه چارو دفتر مشر ښاغلي اريوانو څرګنده کړه: د اسيان د بېلا بېلو غړيو هېوادونو پوځونو څو ورځې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان کړی چې ګډې پوځي مانورې به تر سره شي او بشري مرستنديه او ژغورونکي عمليات به پياوړي شي. د معلوماتو له مخې، د اسيان بېلا بېل پوځونه به د لويو درستيزانو غير رسمي غونډې د رسمي کېدو لپاره کوښښونه وکړي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |