CRI Online

د وریښمو لارې په نوم چین ته د مشهورو شخصیتونو د سفر پلاوي د بیجینګ د بهرنۍ ژبې له راډیو څخه لیدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-22 15:30:19
د وریښمو لارې په نوم چین ته د مشهورو شخصیتونو د سفر پلاوي د بیجینګ د بهرنۍ ژبې له راډیو څخه لیدنه وکړه

په دې وروستیو ورځو کې د وریښمو لارې په نوم چین ته د مشهورو شخصیتونو د سفر پلاوي د بیجینګ په ولسي راډيو کې د بهرنۍ ژبې د خپرونې له مسؤل ، ویاندویانو او ځینو زده کوونکو سره خبرې وکړې چې د بیلابیلو هیوادونو د خبري رسنیو ترمنځ تګ راتګ، د کلتوري تبادلې او د یو کمربند او یوې لارې په اوږدو کې د خلکو د زړونو د تړلو په اړه یی د نظرونو ژوره تبادله وکړه.

د بیجینګ د بهرنۍ ژبې خپرونه چې په ۲۰۰۴ کال کې جوړه شوې، اوس هره ورځ په چیني او انګلیسي ژبو د ۱۸ ساعتو پروګرام خپروي. اوریدونکي یی په عمده توګه په بیجینګ کې بهرنیان او په بهر کې اوسیدونکي چینایان دي. اوس دغې راډیو د ۱۵ هیوادونو له راډیوګانو سره د خپرونو د تبادلې همکاري کړي دي. دوی هیله لري چې د یو کمربند او یوې لارې د وړاندیز په چوکاټ کې بین المللی همکارۍ پراخې کړي. د دغې راډیو مرستیال جانګ جینګ یو وویل:

ما دغسی معلومات ترلاسه کړی چې د یو کمربند او یوې لارې د بین المللی همکارۍ په دغه سرمشریزه غونډه کې ځینو هیوادونو مثلاً ترکیې زموږ د مطبوعاتو له عمومی ریاست سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړی دی نو په دې چوکاټ کې موږ هیله لرو چې زموږ د بهرنۍ ژبې راډیو په کې هم ګډون وکړي او له اړوندو راډیوګانو سره همکاري ټینګې کړي.

په یاد پلاوي کې د افغانستان، ترکیې، روسیې، مصر، اردن او سودان ۱۴ تنو مهمو مېلمنو په دغه راډیو کې له چیني خبریالانو، ویاندانو او ځینو زده کوونکو سره د همکارۍ او تګ راتګ په اړه خبرې اترې وکړې. د مصر د این شمس پوهنتون مرستیال پروفیسر نصر عبدالله فتح داسی ویلي:

کله چې زه توریستي مشاور وم، مصر ته د ګرځندوی د تبلیغاتو لپاره مې له دوي سره همکاري کړي دي او په ګډه مو مصر ته د عجیب سفر تر نوم لاندی یوه خپرونه جوړه کړې وه. په همدې کال یعنی ۲۰۰۷ کال کې ډیرو کسانو د دغې خپرونې تر اغیزې لاندې مصر ته سفرونه کړی وو.

کلتوری تبادله یوه طرفه خپرونه او مرسته نه ده بلکی د کلتورونو ترمنځ خوښول، ځایول او زده کول دي چې پر بنسټ یی تبادله پوهاوی او باور هم دي. عبدالله هم ویلي چې اوس په مصر کې د چین په اړه ډیر معلومات شته او د چین خبري ستېشتن، خپرونې او په ټی وي کې د چین ډرامې هم خپریږي چې د ډیرو مصریانو خوښې دي.

اوس د انترنټ په زمانه کې معلومات د پخوا په پرتله ډیر زیات شوي دي. موږ په خپله ویب سایټ هم جوړ کړی وو چې په عربي ژبه چین معرفي کوي. موږ به په دې برخه کې لازیات کارونه وکړو.

په همدې ورځ ځینی زده کوونکي هم حاضر وو او یو زده کوونکی شینګ جن یوان په انګلیسي ژبه هم پوښتنه وکړه

زه یوه پوښتنه لرم تاسو د لومړي ځل لپاره چین ته راغلی او که نه او د کوم هیواد یاستئ؟

د نوموړي فعالیت په پای کې د ترکیې د راډیو او ټي وي عالي شورا غړي حامت یرسوي وویل :

د یو کمربند او یوې لارې وړاندیز چې د چین له خوا وړندی شوی، یو ستر کار دی چې نه یوازی له بهر سره د چین تګ راتګ بلکی د چین په اړه د نړۍ پېژندنه یی زیاته کړې ده. دغه وړاندیز نه یوازی په ځمکنۍ، سمندري او هوایي برخو کې بین المللي همکارۍ زیاتې کړي بلکی د اړوندو هیوادونو د خلکو د زړونو پیوستون او تبادله یی پیاوړې کړې ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای