د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولتي شورا غړي يانګ جي چه د مې په ۲۲مه نېټه په بېجينګ کې د عربي هېوادونو او د عرب ليګ د پلاوي له مشرانو سره چې د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د همکاريز فورم د لوړپوړيو چارواکو په ۱۴مه غونډه کې ګډون لري،وکتل.يانګ جي چه وويل چې چين غواړي په پر له پسې توګه د منځني ختيځ د سولې او ثبات لپاره فعال رول ولوبوي.
ښاغلي يانګ وويل چې څو ورځې دمخه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې نړيوال همکاريز سرمشريز فورم ستر برياليتوب تر لاسه کړ،په دې برخه کې عربي هېوادونو ستر خدمتونه برابر کړي دي.چين غواړي چې د يو کمربند او يوې لارې د ابادولو له لارې دواړه خواوې ګډ پرمختګ ومومي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |