د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د پنجاب ايالت لومړي وزير محمد شهباز شريف د مې په ۲۲مه نېټه په لاهور کې وويل په وروستيو کلونو کې د پاکستان اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی او په دغه هېواد کې د لا زياتو نړيوالو پانګونو د راجلبولو هېله يې څرګنده کړه.
نوموړي په همدې ورځ د پنجاب په ايالت کې د سوداګريزو فرصتونو په دويم نړيوال سمينار کې وويل چې د پاکستان حکومت، د پنجاب ايالت حکومت او اړوندې څانګې به پانګه اچوونکو ته تر زياتې اندازې پوري ملاتړ برابر کړي تر څو د دوي په وړاندې خطرونه او چلنجونه کم شي او دواړه خواوې به ګټې تر لاسه کړي.
هغه وويل چې د چين د يو کمربند او يوې لارې تر وړانديز لاندې د چين او پاکستان دهليز ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او په پاکستان په څانګړي توګه پنجاب ايالت کې د نورو نړيوالو پانګوالو لپاره ښې بيلګې جوړې کړې. دغه دهليز به د پاکستان راتلونکی بدل کړي، نو ټول پاکستان بايد سره يو ځای شي او د دغه دهليز سالم پرمختګ تامين کړي.
د چين او پاکستان د دوستۍ ټولنې مشر شا ځو کانګ په خپله وينا کې وويل چې دغه سمينار په پنجاب ايالت کې نړيوالو پانګوالو ته د همکارۍ او تګ راتګ يو اغيزمن ډګر برابر کړ. هغه وويل چې دغه ټولنه به د جګ پوړو تخنيکونو ۱۵ تصدۍ راوړي او دا هيله يي څرګنده کړه چې د چين د برياليتوبونو تجربې پاکستان ته ورسوي او په دغه هېواد کې د توليد توان سويی چټکې کړي. د چين او پاکستان دهليز به په پاکستان کې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ او د جنوبي اسيا د سيمه ايز تګ راتګ هڅونه وکړي او د جنوبي، منځنۍ اسيا او د منځني ختيځ په سيمو کې خلکو ته ګټې به ورسوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |