CRI Online

په افغانستان کې د طالبانو لخوا پر يوې جرمنۍ ښځې بريد وشو او مړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-23 10:36:58

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د پلازمېنې کابل د پوليسو مسئول حسن شاه په ۲۲ مه نېټه رسنيو ته وويل چې طالب وسله والو په کابل کې د يو بهرني غير حکومتي سازمان پر کارکوونکو بريد وکړ او په دې پېښه کې يوه جرمنۍ ښځه مړه شوې او يوه فنلندۍ ښځه تښتول شوې ده.

د ۲۰مې نېټې په شپه يو شمېر وسله وال د غير حکومتي سازمان کارکوونکو استوګنځای ته ننوتل چې دا سيمه د کابل ښار د پوليسو په اوومه حوزه کې واقع ده. په دې استوګنځای کې يوه جرمنۍ ښځه او يو ځايي ساتونکی يې ووژل او يوه فنلندۍ ښځه يې وتښتوله.

شاه وويل چې اوس پوليس د دې پېښې په اړه څېړنه کوي. تر اوسه پورې د طالب وسله والو هدف څرګند نه دی. خو طالبان هميشه بهرنيان د دې لپاره تښتوي چې وروسته د حکومت لخوا نيول شوي خپل مهم قوماندان يا کسان د هغو په بدل کې تبادله کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای