د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روغتيا په ۷۰ نړيواله غونډه کې د چيني حکومت د پلاوي مشرې او د چين د روغتيا او کورنۍ پلان د دولتي کمېټې مشرې مېرمن لي بين د مې په ۲۲مه نيټه په ژنيو کې د يادې نړيوالې غونډې په عادي بحث کې څرګنده کړه چې د چين حکومت په ټوله نړۍ، هره سيمه او هر هېواد کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د دوام لرونکي پرمختيايي اجنډا د پرمخبيولو په موخه د روغتيا نړيوال سازمان له اړوندو کارونو څخه ملاتړ کوي او غواړي چې په دې اړه د چين خدمتونه برابر کړي.
مېرمن لي بين وويل چې د چين حکومت تل د خلکو روغتيا ساتنې او پياوړتيا ته په درنه سترګه ګوري او ور ته لومړيتوب ورکوي. چين به د روغتيا پياوړتيا په برخه کې خپلې تجربې شريکې کړي.
د روغتيا ۷۰مه نړيواله غونډه د مې په ۲۲مه نيټه په ژنيو کې پرانيستل شوه او عمده موضوع يې د دوام لرونکي پرمختګ په زمانه کې د روغتيا په ګټه د يو ښه سيستم جوړول دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |