د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په دې وروستيو ورځو کې د چين د ترانسپورت وزارت په شمول څو ادارو په ګډه د موبايل انټرنيټي شبکې له لارې د عامه ګټې اخيستنې بايسکلونو يعنې د مشترکو بايسکلونو چارو د هڅولو او منظمولو لارښوونې طرحې کړې او د ټولنې د وړانديزونو د راغونډېدو په حال کې دي.
له ۲۰۱۶ کال څخه راهيسې، د چين د بېلا بېلو لويو ښارونو د مترو سټېشنونو، بس سټېشنونو او د استوګنځي سيمو په شمول عامو سيمو کې د مشترکو بايسکلونه ليدل کيدل چې د هرې ساعت د کرايې بيه يې يوازې يو يا نيم يوانه ده. د يوې شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې چين کې د دغو بايسکلونو شمېر له ۱۸ مليونو څخه زيات دی. نو د دغو بايسکلونو د ادارې مسئله هم رامنځته شوې. په دغو لارښوونو کې د بايسکل د کاروونکو نومونو د ثبتولو، د دغو بايسکلونو د ځای پر ځای کولو، د کاروونکو پيسو د خونديتوب او کاروونکو ته د بيمې ورکولو په شمول مالومات شامل دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |