CRI Online

د ماجيستيک پرينسيس بيړۍ د ايتاليا له روم څخه حرکت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-05-23 16:24:37

د وريښمو سمندري لارې په اوږدو کې د چیني کیسو تر عنوان لاندې د فعاليت د پيل مراسم چې له نورو هېوادونو سره د چينیانو د دوستۍ ټولنې او په نړۍ کې د بیړيو تر ټولو لوي سوداګريز شرکت د کارنيوال ګروپ لخوا يې مشري کېده، د مې په ۲۱ مه نېټه د ايتاليا په روم کې تر سره شو. د یادې ټولنې مشرې لي شیاو لین په دغو مراسمو کې ګډون درولود او د فعاليت د پيل اعلان يې وکړ.

(اواز) اوس زه اعلان کوم چې د چين په هدف ځای د ماجيستيک پرينسيس بیړۍ حرکت کوي.

د مالوماتو له مخې دغه بيړۍ په ځانګړې توګه د چين لپاره جوړه شوی او د ایتالیا له روم څخه له حرکت وروسته به د جون په ۲۶مه نېټه د چين شیا مون ښار ته ورسيږي چې ۳۷ ورځو ته به اړتیا ولري او د ایتالیا، يونان، عربي متحده امارات، ماليزيا، ټایلنډ له لارې به چين ته ورسېږي چې د وريښمو پر لرغونې سمندري لاره به روانه وي. په ایتالیا کې د چين د سفارت مستشار جنګ شيوان وويل چې د وريښمو سمندري لارې په اوږدو کې د چيني کيسو فعاليت د خلکو د زړونو تر منځ د نژديوالي په ترڅ کې د عامو دپلوماتیکو چارو د نوښت عمل دی. ميرمن جنګ شيوان وويل (اواز)

د چين د دولت ريس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشریز فورم کې وويل د خلکو د زړونو نژديوالی د يو کمربند او یوې لارې د ابادۍ او همکارۍ یوه مهمه برخه ده. یاد فعالیت د وريښمو د سمندري لارې په اوږدو کې د پراتو هېوادونو د خلکو تر منځ د باور ټينګښت او د چين او ایتالیا تر منځ د دوستې د پياوړتیا په بهير کې فعالې قوې اخيستې چې وخت ډېر برابر دی.

د بیړۍ د روانېدو په لاره کې به د هنري نندارو، خبرو اترو، سلامشورو په شمول د چين ځانګړتیا لرونکي کولتوري فعالیتونه تر سره شي چې د چين غښتلي موسیقې او نڅا او دودونه سره راغونډيږی. له نورو هېوادونو سره د چينيانو د دوستي ټولنې مشرې لی شیاو لین وویل (اواز) د سفر په ترڅ کې به د اوو مضمونونو په ويشلو سره سیلانیانو ته د چين د لرغونې وريښمو لارې کیسې معرفي شي. لومړې دوره: د وريښمو لاره. برخلیک: د دوو زرو کلونو مخکې د چين د وريښمو لرغونې لاره د ختیځ او لویدیځ تر منځ يو پل جوړ کړ، دويمه دوره: د وريښمو لاره. موسیقې: د چين موسیقې الې به په بیړۍ کې سیلانیانو ته وغږول شي. دریمه دوره: د وريښمو لاره. نڅا: د چين د اصلي قومي سندرو او نڅاوو ډله به په بیړۍ کې سیلانیانو ته ننداره ښودنه وکړي. څلورمه دوره: د وريښمو لاره. خوراکونه: د چين له سي چوان ولايت څخه به اشپزان د چيني خوراکونه د اخلی پخلي مهارت ولوبوي او خلکو ته به خوندور خوراکونه برابر کړي. برسیره پر دې د وريښمو لاره. فېشني او سینګاري نندارې، انځورونه، سندرې به هم پکې شاملې وي. په وروستي ستیشن د شیا مون په وروستي تم ځای کې به د سولې د ستاینې سندره وويل شي چې له سولې سره د چينایانو د مینې ښکارندويي کوي.

د ۴۰ هېوادونو څه دپاسه ۷زره اروپايي او امریکايي شخسيتونه په ياد فعالیت کې ګډون کوي او دوی به پر بیړۍ باندې د رنګارنګ کولتوري فعالیتونو له لارې د چين کولتور او د وريښمو لارې په هکله مالوماتو تر لاسه کړي. د کارنيوال شرکت د چين مشر چن یان فنګ وويل د وريښمو لاره اوس د ټولې نړۍ لپاره په پراخه توګه خپروی او سیلانیان هېله لري چې د سفر له لارې د وريښمو لارې په تېره بیا د يو کمربند او يوې لارې په اړوند مالومات تر لاسه کړي. (اواز) د بیړۍ په وسیله سفر د زده کړې يو بهیر دی. سیلانیان نه یوازې د بیړۍ په وسیله سفر کوي، بلکې خپلې تجربې زیاتولی شي. دوی عادی سیلانیان نه دي بلکې دوی د پرمخ تللې ټولنې اروپايي او امریکايي شخصیتونه دي چې د چين کولتور خوښوي او له تاريخ سره علاقه لري.

د مالوماتو له مخې، په ایتالیا کې له سفر وروسته به دغه بیړۍ د یونان د پیرایوس بندر ته ورسيږي او په پای کې به د چين په شیا مون ښار کې ټول سفر پای ته ورسوي. وروسته به دغه بیړۍ د چين شانګهای ښار ته لومړی سفر پيل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای