CRI Online

د افغانستان په جنوب کې پر يوې پوځي اډې د بريد له امله ۱۰ سرتېري وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-23 19:02:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،افغان خبري رسنيو د مې په ۲۳مه نېټه خبر ورکړ چې د ۲۲مې نېټې په شپه د کندهار پر يوې پوځي اډې د وسله والو طالبانو د بريد له امله لږ تر لږه ۱۰ سرتېري وژل شوي او ۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د خبر له مخې،د روانې مياشتې د ۲۲مې نېټې تر غرمې وروسته په ۱۱ بجو سلګونو وسله والو د کندهار ولايت د شاه والي کوټ ولسوالۍ پر يوې پوځي اډې بريد وکړ.وسله والو له سرتېريو سره جګړه وکړه او په پای کې افغان ځواکونو د وسله والو بريد شنډ کړ او پر شا يې وتمبول.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای