CRI Online

د چين د دولت ريس شي جين پينګ: د بېلا بېلو اصلاحاتو د ازموينې په ځايونو کې بايد په جدي توګه د اصلاحاتو کارونه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 09:57:27

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي، د دولت ريس، د مرکزي پوځي کميټې ريس او په هراړخيزه او ژوره توګه د اصلاحاتو د مرکزي لارښوونکې ډلې مشر شين جين پينګ د مې په ۲۳مه نېټه د دغې ډلې د ۳۵م ځل غونډه تر سره کړه او يوه مهمه وينا يې وکړه. هغه وويل د اصلاحاتو د ازموينې په ځايونو کې بايد په جدي توګه د اصلاحاتو کارونه تر سره شي، نظريې ازادی شي، واقعيتونه رښتيا ولټول شي، د لټون هڅونه وشي، په لوی زړه عملي شي او د کاپي کولو او خپرولو ارزښت لرونکي تجربې او عملونه تر سره شي چې د اصلاحاتو پرمختګ رامنځته شي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي سياسي بيورو د دايمي کميټې او په هراړخيزه توګه د اصلاحاتو د ژورتيا ډلې د مشر مرستيالان لي که چيانګ، ليو يون شان او جانګ ګاو لي په غونډه کې ګډون درلود.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای