د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په درويشتمه نېټه له اسرائيلو او عربي هېوادونو څخه وغوښتل چې په منځني ختيځ کې د ترهګرو پر ضد د ګډې مبارزې لپاره سره اتحاد جوړ کړي.
هغه د همدې ورځې له غرمې وروسته په بيت المقدس کې د اسرائيلو په موزيم کې په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د داعش په ګډون د افراطي سازمانونو پر ضد مبارزه د منځني ختيځ د ټولو هېوادونو له ګډو ګټو سره سمون لري.
ټرمپ په دوه ويشتمه نېټه له سعودي عربستان څخه اسرائيلو ته ورسېد او د اسرائيلو له ولسمشر ريوين ريفلين او صدراعظم بنجامين نيتانياهو سره يې وکتل. هغه وويل، د سعودي عربستان په ګډون عربي هېوادونه د اسرائيلو په اړه مثبته رويه لري. هيله مې ده چې اسرائيل له دغو عربي هېوادونو سره نوي اړيکې ټينګې کړي. نيتانياهو وويل، ټرمپ د اسرائيلو او عربي هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ لپاره مهم رول لري. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |