CRI Online

ټرمپ د اسرائيلو او فلسطين تر منځ د سولې لپاره د کوښښ هيله څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 10:48:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په درويشتمه نېټه د اردن سيند په لوېديځه غاړه د بيځليهيم په ښار کې وويل، هيله لرم چې د فلسطين او اسرائيلو له مشرانو سره يو ځای د دواړو هېوادونو تر منځ د دايمي سولې لپاره کوښښ وکړم. امريکا به د اقتصادي پرمختګ په ساحه کې له فلسطين سره مرسته وکړي.

ټرمپ او د فلسطين ولسمشر محمود عباس په همدې ورځ په بيځليهيم کې سره ليدنه وکړه او له دې وروسته يې په ګډه مطبوعاتي غونډه کې وويل، پر دې باور لرو چې فلسطين او اسرائيل کولی شي چې سوله رامنځته کړي. عباس ما ته د سولې ژمنه راکړه. د اسرائيلو صدراعظم نيتانياهو هم ما ته دغسې ژمنه راکړې ده.

عباس پر دې ټينګار وکړ چې زه به د سولې لپاره له ټرمپ سره همکارۍ وکړم او له اسرائيلو سره به تاريخي ارزښت لرونکی سوله ييز تړون لاسليک کړو. موږ د اسرائيلو له ټولو ګوندونو او سياسي ټولنو سره د خبرو اترو دروازه خلاصوو او په پر له پسې ډول به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ګډون وکړو. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای