د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د مې د دوه ويشتمې نېټې په شپه، د بريتانيا په منچسټير کې ترهګريزه چاودنه وشوه. د م م سرمنشی، امريکا، روسيې او فرانسې په ګډون د څو هېوادونو مشرانو به جلا جلا ډول د دې ترهګريز بريد غندنه وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې وغوښتل چې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره همکارۍ وکړي.
د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په درويشتمه نېټه د بريتانيا له لومړې وزيرې تريسا مې سره په تليفوني خبرو کې د دې بريد غندنه وکړه او د بريدګرو د ژر تر ژره نيولو هيله يې څرګنده کړه.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په درويشتمه نېټه له تريسا مې سره په تليفوني خبرو کې پر دې ټينګار وکړ چې له ترهګرو سره د مبارزې لپاره د امريکا ټينګ هوډ به بدل نه شي. امريکا به د دې پېښې پلټنې لپاره د اړتياوړ مرسته برابره کړي.
د روسيې ولسمشر ولاديمپر پوټين تريسا مې ته د خواخوږۍ پيغام لېږلی او ويلي يې دي چې روسيه چمتو ده په نړيوالو چوکاټونو کې د ترهګرو پر ضد مبارزه کې له بريتانيا سره همکارۍ پياوړې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |