CRI Online

م م د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم د لاس ته راوړنې لاړه ارزونو لوړه ستاينه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 16:12:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يي د مې په ۲۳مه نېټه د م م د اقتصادي او ټولنيز شورا د پرمختګ لپاره د پيسو راغونډولو سمينار په عادی مباحثوې غونډه کې يوه وينا وکړه چې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم د لاس ته راوړنو په هکله يې مالومات ورکړل.

ليو جي يي وويل چې يو کمربند او يوې لارې پلان د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د عملي کېدو لپاره يو مهم وړانديز دی. د څلورو کلونو راهيسي دغه پلان په ګډه د بحث کولو، ابادۍ او شريکولو د اصلو له مخې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو او د تګ راتګ او د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د پرمختګ د ستراتيژو او همغږۍ کولو هڅونه کړی دی. په ټوله نړۍ کې څه دپاسه ۱۰۰ هېوادونه او نړيوال سازمانونه د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ ملاتړ کوي او چين له څه دپاسه ۴۰ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پوري د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له پراتو هېوادونو سره د څه د پاسه ۳۰۰۰ بيليارډ امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز حجم تر لاسه کړ. په دغو هېوادونو کې د چين د پانګونې اندازه له ۵۰ بيليارډو امريکايي ډالرو نه زياته ده چې په قوي توګه د ۲۰۳۰ کال د دواملرونکي پرمختګ د اجندا د عملي کيدو ملاتړ کړی او کوي يې.

په غونډه کې برخوالو نړيوالو سازمانونو او غړيو په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې د لاس ته راوړنې فعاله ارزونه وکړه. د م م د سوداګرۍ د پرمختګ د هڅونې شورا سرمنشي موخيسا کيتويي وويل چې دغه فورم د ټولې نړۍ د پرمختګ لارښوونې په برخه کې نمونه رول لوبولی او بېلا بېل هېوادونه بايد له چين څخه تجربې واخلي. د م م د اسيا او ارام سمندر سيمې د ټولنې اجرايوي منشي شمشد اختر وويل چين د نړيوالې همکارۍ د هڅونې په ترڅ کې ټينګ تدبيرونه غوره کړي دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای