د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي وو های تاو د مې په ۲۳مه نېټه وويل چې اوس د سوله ساتوونکو عملياتو د تر سره کېدو چاپيريال او دندې پيچلې دي چې اړوند صلاحيت دې ورکړي شي.
په همدې ورځ د م م امنيت شورا د سوله ساتو ځانګړو ډلو د پوځي قوماندانو کلنۍ غونډه تر سره کړه.وو های تاو په خپله وينا کې وويل چې نړيواله ټولنه بايد د سيمه ييزو مسئلو د سياسي حل لپاره ډېر کوښښ وکړي او سوله ساتوونکي عمليات دې د مهمو مسئلو د سياسي حل لپاره زمينه برابره کړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |