CRI Online

د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس په ټوله نړۍ کې د بشري بحران د حل و فصل غوښتنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 16:14:42

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشي انتونيو ګوتريس د مې په ۲۳مه نېټه د بشر دوستي په اړه د لومړې نړيوالې سرمشريزې غونډې د لومړې کاليزې په هکله د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د نښتو د دفاع او ليري کولو له لارې له مصيبتونو سره د مقابلې توان د پياوړتيا له لارې د بشری بحران د حل و فصل لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ګوتريس وويل يوه کاله مخکې د بشري دوستې په اړه لومړې نړيواله سرمشريزه غونډه په استانبول کې تر سره شوه چې نړيواله ټولنه په ګډه د نړۍ له بشري بحران سره مقابله وکړي. د م م د سرمنشي په توګه د ده لومړی کال د خلکو له ستونزو څخه دفاع کول دي چې هر تن بايد د بشري مرستې او ساتنز تر لاسه کولو لاره ولري.

ګوتريس وويل چې يوازي د مرستو له لارې په اوږده موده کې په ټوله نړۍ کې د څه دپاسه ۱۳۰ مليونو تنو د بشري مرستې اړتياوې نه شي پوره کولی او بايد د ډله ايزو قواوو او د نوي ډول د دوستانه اړيکو د جوړولو له لارې د نښتو د دفاع او ختمولو او له طبيعي مصيبتونو سره د مقابلې توان پياوړي کړي او د بشري بحران سرچينې حل کړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای