CRI Online

د اتوپيا پخوانی خارجه وزير د نړيوال روغتيايي سازمان د عمومي مدير په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-05-24 16:22:58

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د مې په ۲۳مه نېټه د نړيوال روغتيايي سازمان د نوې دورې عمومي مدير ټاکنه په ژنيو کې تر سره شوه او د اتوپيا پخوانی خارجه وزير تيدروس عدهانوم په برياليتوب سره د ياد سازمان د عمومي مدير په توګه وټاکل شو. دا له ۷۰ کلونو راهيسې د دې سازمان لومړی افريقايي عمومي مدير دی او هغه به د راتلونکې جولای په لومړۍ نېټه په رسمي توګه دنده پر غاړه واخلي او د ماموريت موده يې پنځه کاله ده.

سږ کال د نړيوال روغتيايي سازمان د نوې دورې عمومي مدير ټاکنه د نړيوالې روغتيا د ۷۰مې غونډې يوه مهمه برخه وه. د ټاکنې بهير د تېر کال په اپريل مياشت کې پيل شوی و او د روان کال په جنورۍ کې درې کانديدان ټاکل شوي وو چې د اتوپيا پخوانی خارجه وزير تيدروس عدهانوم ، د پاکستان د روغتيا، ښوونې او تکنالوژۍ پخوانې وزيره سنيا نيشتر او د م م د سرمنشي ځانګړی مشاور داويد نارو د کانديدانو له ډلې و.

په همدغه غونډه کې، دريو کانديدانو په وار سره ټولو ګډون کوونکو ته د نړيوال روغتيايي سازمان د پرمختګ لپاره خپلې نظريې څرګندې کړې، ور پسې د نړيوال روغتيايي سازمان يو سلو څلورنوي غړو هېوادونو د دغو دريو نوماندانو ته رايې ورکړې. په نتيجه کې د اتوپيا پخوانی خارجه وزير تيدروس عدهانوم د دې سازمان د عمومي مدير په توګه وټاکل شو. هغه به د راتلونکې جولای په لومړۍ نيټه لوړه وکړي او ماموريت به يې پنځه کاله وي. هغه په مراسمو کې وويل،

(( زه تيدروس عدهانوم لوړه کوم چې د نړيوال روغتيايي سازمان تر عنوان لاندې او د دې سازمان د ګټو له مخې به په صادقانه توګه خپل کارونه ترسره کړم او د نورو هېوادونو او يا نړيوالو سازمانونو هېڅ امر او حکم به و نه منم. ))

بيا وروسته تيدروس عدهانوم يوه وينا وکړه او و يې ويل، هغه به د نړيوال روغتيايي سازمان په مشرۍ غړو هېوادونو ته خدمتونه برابر کړي او د نړيوالې روغتيا په برخه کې له ننګونو سره د مقابلې لپاره به له همکارانو سره په ګډه کوښښونه وکړي. ده وويل

(( ډېر وياړم چې د جولای په لومړۍ نېټه به خپله دنده پر غاړه واخلم او له ننګونو سره د مقابلې لپاره به زموږ د ډلې په خاطر لا زيات عملي پلانونه وړاندې کړم. دا مالومه ده چې دا يوه ستونزمنه دنده ده. نو موږ ستاسو اوازونو، ژمنې او ملاتړ ته اړتيا لرو. د ټولو غړو هېوادونو له ملاتړ څخه ډېره مننه کوم.))

تيدروس عدهانوم وويل، ټول همکاران خپل غوره والی لري، خو موږ ګډه موخه لرو. نړيوال روغتيايي سازمان به د پراخو همکاريزو اړيکو د ټينګولو لپاره کوښښونه تر سره کړي چې کارونه به لا موثر وي. په عين وخت کې به دغه سازمان روغتيايي بيمې ټولو وګړيو ته د پراخولو لپاره هڅې وکړي. له دې نه پرته، هغه به د نړيوال روغتيايي سازمان اصلاحاتو ته دوام ورکړي چې روغتيايي کارونه به ريښتنی برياليتوبونه تر لاسه کړي. هغه وويل، نړيواله ټولنه هيله لري چې نړيوال روغتيايي سازمان به د وګړيو د روغتيايي حالت د ښه والي لپاره لا اغېزمن رول ولوبوي. هغه به د نړيوال روغتيايي سازمان په مشرۍ دغه موخه ترسره کړي.

د نړيوالې ټولنې د شپږو سيمو او د ځينو هېوادونو استازو هم په دې غونډه کې ويناوې وکړې چې تيدروس عدهانوم ته يې مبارکي وويله او هيله يې وښودله چې هغه به د ماموريت په موده کې د نړيوال روغتيايي سازمان په مشرۍ له ننګونو سره مقابله وکړي او د م م د ۲۰۳۰م کال د دوامدار پرمختګ په اجنډا کې ټاکل شوې د روغتيايي چارو موخې ته ورسيږي. دغو استازو د نړيوال روغتيايي سازمان د اوسنۍ عمومي مديرې مګريت چان په تېرو لسو کلونو کې له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای