د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تايوان د وطني تصديو ټولنې د جوړېدو د ۱۰ کاليزې په مناسبت د تايوان سوداګرو ته د مبارکۍ پيغام ولېږه.
رئيس شي په دغه پيغام کې هيله څرګنده کړې چې د تايوان تصدۍ به په پر له پسې توګه د يو چين پېژندنې پر اصولو ټينګار وکړي او په ګډه د تايوان تنګي دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو د ساتلو لپاره نوي خدمتونه وکړي.
د يادې ټولنې د جوړېدو د ۱۰ کاليزې د لمانځغونډه د مې په ۲۴مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |